هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پوپل ورونو لوبډلې د لسو ویکټو په توپیر خپلې سیالې مجیب الرحمن لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
