هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قیس غني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې قیس غني لوبډلې د ٤/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سباوون هاشمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوټسال راتلونکو سیالیو ته د لوبغاړو د چمتووالي په موخه پیل شوې وې، چې ١٧ ورځې یې دوام وکړ.