هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۲۶
هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نهم بلاک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې نهم بلاک لوبډلې د دوه پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې عظیمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ او ورسره پلاوي هم ګډون کړی و.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

جوزجان؛ فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

جوزجان؛ منګجک ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د منګجک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په هارون کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اقچې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په کولبقال کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS