هلمند؛ د فوټسال رمضان جام په سیالیو کې اتو لوبډلو کواټر فاینل ته لار ومونده
د هلمند رمضان جام سیالیو کواټر فاینل ته د ( سباوون هاشمي، ذوالفقار، قیس غني، صادقي، هلمند، ودان، جبار نورزي او نور سخي) اتو لوډلو لار پیدا کړه.
له پچې اچونې وروسته وټاکل شول، چې:
د سباوون هاشمي لوبډله له ذوالفقار لوبډلې سره؛
د قیس غني لوبډله له صادقي لوبډلې سره ؛
د هلمند لوبډله له ودان لوبډلې سره؛
همدارنګه د نورسخي لوبډله به د جبار نورزي له لوبډلې سره کواټر فاینل ترسره کړي.
له یادو سیالیو څخه به نن چهارشنبه دوې سیالۍ وشي، چې لومړۍ هغه به د شپې ۱۰:۰۰ بجې د سباوون هاشمي او ذوالفقار لوبډلو ترمنځ او دويمه لوبه به پر ۱۱:۰۰ بجو د قیس غني او صادقي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. پاتې دوې سیالۍ به سبا شپه ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ په هلمند سټار جمنازیوم کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ په ډبل ناک اوټ بڼه پیل شوي، چې موخه یې د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې د ځوانانو لپاره سالم مصروفیت دی.
