هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۲۶
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد لوبډلې له خپل ٢٢٧ منډو هړف څخه دفاع وکړه او د ١٠٨ منډو په توپیر یې خپلې سیالې دېوالک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۳۰
Background image

ميدان وردگ؛ جغتو ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۰
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS