هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۸
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پښتون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې پښتون لوبډلې له خپل ۱۵۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د اتو منډو په توپیر یې خپلې سیالې مسلم ازاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ذوالفقار کلپ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

BACK TO NEWS