هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتفاق ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتفاق ب لوبډلې له خپل ۱۵۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۱ منډو په توپیر یې خپلې سیالې اتفاق الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
