هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۸ - ۱۴:۰
هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په ش.ه.ي.ډ عبدالسلام ورزشي لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ د شپاړلس کلنو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د فوټبال گروپي سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پايلوبه د ځواک او خبيب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالي ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې خبيب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

هرات؛ د فوټبال ملي لوبډلې د پاتې ورزشکارانو عصریه ورکړل شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رئیس مولوي احمد الله وثیق، د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون د رئیس داکتر شاه رسول احراري، د هرات ولایت ورزشي رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۹
Background image

هرات؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس د فوټبال د روزونکو له B درجې کورس څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، ورسره مله پلاوي ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک، د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي په هرات ولایت کې د فوټبال له بي درجې کورس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۶
Background image

رسنیز بلنلیک

رسنیز بلنلیک

BACK TO NEWS