هلمند؛ بُست اتلانو لوبډلې د گرمسېر ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۳:۳۷
هلمند؛ بُست اتلانو لوبډلې د گرمسېر ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په امير آغا سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ، چې ۲۲ ورځې مخکې پيل شوې وې، د بُست اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د بُست اتلانو او روحاني يارانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بُست اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې روحاني يارانو لوبډلې يواځې ۱۶۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۱ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS