هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۹:۱۵
هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د عمري اتلانو او خپلواک بارک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې عمري اتلانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه. خپلواک بارک لوبډلې په ۱۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۲۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۷۳ منډو په توپیر وبایلله.

يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه پیل شوې دي چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۵
Background image

کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنتون ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د بډمنتون ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د نجيب تلاش جام په نوم د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۱۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS