هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هلمندي ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د خپلواک او هلمندي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خپلواک لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٤ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٣ منډو هدف وټاکه. هلمندي ځوانانو لوبډلې ټاکلی هدف د اوو ویکټو په زيان د لوبې په یوولسم اور کې ترلاسه کړ او د درېیوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٥٠ ورځې یې دوام وکړ.
