باميان کې د څلورو ورزشي رشتو د ژمني جام ورزشي جشنواره پای ته ورسېده
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ، ياد ولايت کې د اسکي، اسنوبرد، کرولينک او ايس اسکيتينګ ورزشي رشتو د ژمني جام په نوم ورزشي جشنواره پای ته ورسېده.
د يادې جشنوارې موخه ژمنيو سياليو ته وده ورکول او ځوانانو ته د سياليو زمينه برابرول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
