هلمند؛ اریانا لوبډلې د ناد علي ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۴:۳۹
هلمند؛ اریانا لوبډلې د ناد علي ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وګټله

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ځوان لوبغاړو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې د لس لوبډلو په ګډون د تېر ١٤٠١ کال د سلواغې مياشتې په ١٨ نېټه په ګروپي شکل پيل شوې وې د اريانا لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو فاينل ته د اريانا او هلمندي ځوانانو لوبډلو لار وموندله چې د اريانا لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته له ٢-٠ ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو په پايله کې د اريانا لوبډلې لوبغاړي نصرالله د غوره لوبغاړي او اغامحمد د غوره ګول ساتونکي په توګه غوره شول.

د دې سياليو موخه د نويو ځوانانو هڅول وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS