هرات کې د ۴۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې شپاړسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۲۰
هرات کې د ۴۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې شپاړسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مجموعه ورزشي موج های ابي په ملاتړ په یاد ولایت کې د ۴۰ لامبو وهونکو ترمنځ په نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ۱۵ غوره لامبو وهونکي د هرات د لامبو وهلو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د هرات منتخبې لوبډلې ته د غوره لامبو وهونکو ټاکل و، د سیالیو په پای کې غوره لامبو وهونکو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۵۰
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۷
Background image

پکتیا کې ۷۰۰ تنو ورزشکارانو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتیا ولایت په مرکز کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۷۰۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سیمینار پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سروري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS