هرات کې د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۳:۳۴
هرات کې د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې

د هرات ولايت هاپکيدو رشتي رزمي ورزشونو نهم پړاو سيالۍ د بدني روزنې او ورزش ريئس، د فدراسيونونو رئيسانو، روزونکو، مخکښو او ګڼو مينه والو په شتون کې د ميدان نبرد ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د هرات ولایت ښار او ولسوالیو د ١٥ورزشي کلپونو ٧٠ تنو ورزشکارانو د نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې له يوې بل سره ولوبېدل.

د هاپکيدو سبک رزمي ورزشونو فدراسیون مسؤل جليل احمد يعقوبي د دې سياليو موخه د ورزش وده او د ورزشکارانو مهارتونو ارتقا بللې ده.

د سياليو په پاى کې مقام ګټونکو لوبغاړو ته ورزشي حکمونه او مډالونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS