هرات مرکز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په معلم صاحب پهلوانۍ لوبغالي کې له ۴۲ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې په لومړۍ مرحله کې ملا ميرويس خپل سيال اميد جوان ته ماتې ورکړه، دويمه مرحله کې پهلوان نعمان خپل سيال پهلوان ګلاب شاه ته د ۲/۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه، په درېيمه مرحله کې سيد عمر پهلوان خپل سيال محمد پهلوان ته ماتې ورکړه او په څلورمه مرحله کې بيا داوود پهلوان بريا خپله کړه.
دغه سيالۍ له وزن کشۍ او قرعه کشۍ وروسته د ۶۰ کيلو ګرام څخه تر ۹۰ کيلوګرام پورې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
د يادو سياليو موخه د پهلوانانو ترمنځ سالمه انګېزه رامنځته کول، د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او ملي سياليو ته چمتووالی و.
