هرات؛ مرکز کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو پنځم پړاو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۲۲
هرات؛ مرکز کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو پنځم پړاو سيالۍ ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د W.T.F تکواندو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د ( کلبونو ) جام په نوم د W.T.F تکواندو پنځم پړاو سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او په بېلابېلو وزنونو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د ياران کلب ورزشکارانو د ۳۲ امتيازونو په ترلاسه لومړی، ميوند رزم کلب ورزشکارانو د ۲۲ امتيازونو په ترلاسه دويم او د جومونګ کلب ورزشکارانو د ۱۹ امتيازونو په ترلاسه درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د تکواندو ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا!

د بامیان ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د. . .

BACK TO NEWS