نیمروز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په ټوپک د نښې ویشتلو دودیزو لوبو لومړی پړاو سیالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سیمه ییزو او دودیزو لوبو مدیریت له لوري په دوو ګروپونو کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په ټوپک د نښې ویشتلو دودیزو لوبې لومړی پړاو سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پيل شوې وې، د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې وحدت لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه په نیمروز کې سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
