نیمروز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ د شایسته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
نیمروز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ د شایسته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د دلارام ولسوالۍ یووالي جام په نوم د فوټبال لیګ سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پيل شوې وې د شایسته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د شایسته ځوانانو او رحمت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شایسته ځوانانو لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او مرکزي سیالیو ته د غوره لوبډلې او ورزشکارانو موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS