نیمروز; د اختریانو فوټسال لوبډله د رمضان کپ سیالیو اتله شوه
دغه لوبې د روژې د مبارکې مياشتې په پيل کې د ۲۴ ټيمونو په ګډون پيل شوې وې چې د اختر د ټيم لومړی مقام او د شهيدانو د ټيم دوهم مقام ترلاسه کړ.
د نيمروز ولايت د ورزش مسوولين وايي، د دغو سياليو له ترسره کېدو موخه د ورزش وده او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
د يادونې وړ ده چې په پاى کې د ټورنمنټ د مسوولينو له خوا په ګټونکو ټيمونو کپونه او جایزې وويشل شوې.
