نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د لويديځ زون اووم پړاو بوکسينګ سيالۍ ترسره شوې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې له هلمند، کندهار او نيمروز ولايتونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د لويديځ زون اووم پړاو بوکسينګ سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۲ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او لومړي مقامونه يې ترلاسه کړل.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينګ ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.