نیمروز؛ زرنج ښار کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۳:۱۷
نیمروز؛ زرنج ښار کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز زرنج ښار کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام فوټسال سیالۍ د نوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د نوري اتلان او پیام آزادي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په لومړيو کې لوبه ۱/۱ مساوي شوه، خو د پینالتي په وهلو سره نوري اتلانو وکولی شول، چې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴/۵ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي.

یادې سیالۍ د ورزش د ودې او غوره لوبغاړو د موندلو په موخه پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د یادونې وړ ده چې د سیالیو د پای په مراسمو کې د سیالیو د مسؤلانو له لوري اتلې او دویمې لوبډلې ته نغدي ډالۍ، غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ او نندارچیانو ته د پچه اچونې په ترسره کولو سره اووه عدده آیوا ډوله موبایلونه او لس جوړه ورزشي لباسونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS