نیمروز؛ د ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
نیمروز؛ د ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او سپورت ادارې او د دغه ولایت د پانکرېشن فدراسیون له لوري په مرکز زرنج ښار کې د ۲۰ جوړو او ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د پانکرېشن د دوو ورزشي کلپونو ورزشکارانو په بېلابېلو وزنونو، د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو په عمري ډلبندیو کې برخه اخیستې وه.

د يادونې وړ ده، چې په دې سياليو کې د نيمروز ولايت د ورزش مسوولينو، روزونکو، ورزشکارانو او د دې برخې ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړى و.

د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د ورزش وده، پراختیا او د ملي لوبډلې په سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره استعدادونو او غوره شخصیتونو پېژندل وو.

په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS