نیمروز، مرکز زرنج ښار کې د بدن ښکلا سیالۍ وشوې
د نیمرزو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا پنځه ویشتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ تنه د نیمروز ولایت د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د بدن ښکلا ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
