نورستان؛ دواب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دواب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې عقابان کولم لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې ۸۰ منډې هدف وټاکه په مقابل کې ټيټين لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې پوره کړ او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
