ننگرهار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوراوي سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۵۴
ننگرهار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوراوي سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوراوي سيالۍ د پېداگوژي لوبډلې په بريا پيل شوې.

په يادو سياليو کې د پېداگوژي، ننگرهار کلب، افتخار ډرونټه، پامیر، اتحاد، اریانا، عزت الله قاطع، پامیر مندوزي، ارباپها او د ډورنټې ځوانانو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړنۍ لوبه کې پېداگوژي لوبډلې خپلې سيالې پامير لوبډلې ته د ۳ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۴۵ ورځې دوام وکړي او په پای کې به اتله لوبډله د هېواد اتلانو غوره ليگ ته لار پېدا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS