ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۹:۱۹
ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د چپرهار ولسوالۍ په شولاني سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ش.ه.ي.د افسر خان ښوونیز مرکز او فرهاد احمدي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه فرهاد احمدي کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو يوولس اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ش.ه.ي.د افسر ښوونیز مرکز لوبډلې ياد هدف د لوبې په لسم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د درېيو ویکټو په توپير وگټله.

ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۷:۴۱
Background image

له کابل تر ننګرهاره؛ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې جاده یي سبک سیالۍ ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د جاپان ایچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو کې محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرام او حامد اشرفي په ٦٥ کیلو ګرام وزنونو کې د برنزو دوه مډالونه وګټل.

به دغو سیالیو کې محمد خالد هوتک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۶
Background image

هرات کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري او د واليبال فني فدراسيون په د ياد رياست د ورزشي فدراسيونونو ۱۵ لوبډلو ترمنځ همکارۍ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS