ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د چپرهار ولسوالۍ په غزو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د اخندزادگانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د اخندزادگانو او ملک زاده مندوزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه اخندزادگانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ملک زاده مندوزي لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۹ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو يوه نيمه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.