ننگرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۱۹:۲۶
ننگرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د مومندرې ولسوالۍ په گردي غوث سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د افغان ټايگر لوبډلې په بريا پيل شوې، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

په دغو سياليو کې د افغان ټايگرز، محمد ټايگرز، وهاب ټايگرز، افغان اتلان، سټار کېنگ او مومند لوبډلو گډون کړی، چې لومړنۍ لوبه يې د افغان ټايگرز او محمد ټايگرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، افغان ټايگر لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو نهو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې محمد ټايگرز لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره يواځې ۱۶۲ منډې وکړې لوبه ې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۴۲
Background image

په پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورټ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې، د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورټ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۳۷
Background image

‏د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

‏د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه شنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۴

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۲۹
Background image

نیمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د چخانسور ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS