ننگرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۲۲:۳۰
ننگرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو هڅولو او يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ملنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ملنگ او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، اتحاد لوبډلې د لوبې پچې گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۷۷ منډو هدف کېښود، ملنگ لوبډلې د ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۷
Background image

ننگرهار کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پسرلني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال د فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پسرلني جام سيالۍ، چې دوې اوونۍ يې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۳
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د. . .

BACK TO NEWS