ننگرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د مينې او يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د کاشيف سلطاني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې کاشيف سلطاني لوبډلې خپلې سيالې ميرويس لوبډلې ته د ۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.
