ننگرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د عابد مېرزاخېلو لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د عابد مېرزاخېلو او قاري شفيق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، قاري شفيق لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف کېښود، عابد مېرزاخېلو لوبډلې ياد هدف په ۱۱ اور کې ترلاسه کړ او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د علم دودولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
