ننگرهار؛ په اچين ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۴:۳۱
ننگرهار؛ په اچين ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د اچين ولسوالۍ په قوميزي لوبغالي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د شينوارو اتلانو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د شينوارو اتلانو او مارکو ځوانانو الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، مارکو ځوانانو الف لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې شينوارو اتلانو لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۵
Background image

کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنتون ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د بډمنتون ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د نجيب تلاش جام په نوم د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۱۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS