ننگرهار؛ نازيان ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۸:۱۰
ننگرهار؛ نازيان ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مدیریت له لوري د نازیان ولسوالۍ په چوک لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د ۲۵ ويالې سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ۲۵ ويالې سټار او کېنگ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ۲۵ ويالې سټار لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې کېنگ سټار لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۲ منډو په توپير وبايلله.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۵
Background image

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله درېیمه سیالي له اندونیزیا سره کوي

د ۲۰۲۵ له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال اسيا جام سياليو په لړ کې، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله خپله درېیمه سیالي د کابل پر مهال نن شپه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۳
Background image

نورستان کې د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په قنچغه کلي کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS