ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۳۹
ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالحليم ټايگرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د عبدالحليم ټايگرز او کېنگ سټارز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه عبدالحليم ټايگرز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کېنگ سټارز لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۶ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان د جوجيتسو درې کسیزه لوبډله، شلم پړاو اسيايي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جوجيتسو ملي فدراسيون له لوري د جوجيتسو درې کسیزه لوبډله، چې درې واړه ورزشکاران وو د شلم پړاو اسيايي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۶
Background image

خوست کې د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند پښتونستان پارک کې له ۱۳ ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۳
Background image

د سوک وهنې افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د جنوبي کوریا سیال ته ماته ومنله

د جاپان اویچې ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو د سوک وهنه سیالیو کې محمد ابراهیم فروتن په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د ۱ – ۴ میدانونو په توپیر د جنوبي کوریا سیال ته ماته ومنله.

دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS