ننگرهار؛ مرکز جلال‌ اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۴۶
ننگرهار؛ مرکز جلال‌ اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د دې ولايت په جلال اباد ښار کې د شپږو لوبډلو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نارنج گل په نوم د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د کونړ، پروان، بغلان، لغمان، کابل او کوربه ننگرهار لوبډلو گډون کړی و، چې د څلورو کټگوريو ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو پکې برخه اخيستې وه.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل و، چې په ياد ولايت کې د ولايتونو په کچه د سوک وهنې سيالۍ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS