ننگرهار؛ ضياء کلب لوبډلې د امن جام ټېپ بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۲۲
ننگرهار؛ ضياء کلب لوبډلې د امن جام ټېپ بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سپين غر ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په چهل گزي جانباز لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د امن جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د ضياء کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ضياء کلب او عصمت سټارز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه عصمت سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې ضياء کلب لوبډلې ياد هدف د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او اتلولي يې وگټله.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۲
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ٨٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې له لوګر، خوست او پکتیا څخه د ٨٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

\د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مینګ باتمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS