ننگرهار؛ سيکارام لوبډلې د خوږياڼو ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۹:۶
ننگرهار؛ سيکارام لوبډلې د خوږياڼو ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ او د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اا د بيا وکمنېدو د درېيمې کليزې په وياړ د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د سيکارام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې سيکارام لوبډلې خپلې سيالې خوږياڼو منتخبې لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۵٫۰۰۰ زره افغانۍ، دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۷٫۵۰۰ افغانۍ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS