ننگرهار؛ د مملې لوبډلې د خپلواک افغانستان په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۲:۴۹
ننگرهار؛ د مملې لوبډلې د خپلواک افغانستان په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۳۲ لوبډلو تر منځ د خپلواک افغانستان په نوم د واليبال سيالۍ د مملې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د مملې او هډې فارم لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سيالۍ ۲/۲ مساوي پای ورسېده، خو د وخت د کمښت له امله د واليبال فدراسيون د مسؤلينو له لوري د اتلولۍ جام مملې لوبډلې ته ورکړل شوو، چې د سيالې لوبډلې په پرتله يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه له نظام څخه ملاتړ و، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS