ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۴۸
ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د ارغچ اصلاحي او خدماتي ټولنې په گډه همکارۍ ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د "ملي شاعر مرحوم مطيع الله تراب په ياد" د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د هلال اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د هلال اتلانو او ارغچ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ارغچ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هلال لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې شپږو ویکټو په توپير وگټله.

ياده دې وي، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل د انعام په توگه ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډو ورزشي او تحصیلي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه له مخې به د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د مکاو چین هېواد سیال ته ماته ورکړه

د ووشو افغان ورزشکار حمید اشرفي د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې د مکاو چین هېواد سیال ته په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه او بل پړاو ته ووته.

همدارنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۵
Background image

په ووشو کې دویمه بریا

د ناګویا په المپیکي سیالیو کې حامد اشرفي په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې د مکاو چین پیاوړي حریف ته ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لار وموندله.

له دې وړاندې محمد خالد هوتک یمني سیال مات ورکړې وه.. . .

BACK TO NEWS