ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د ۵۰ جوړو تر منځ د سوک وهنې سيالۍ تر سره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۴۶
ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د ۵۰ جوړو تر منځ د سوک وهنې سيالۍ تر سره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې د څلورو کلپونو څخه د ۵۰ جوړو تر منځ د سوک وهنې دوستانه سيالۍ تر سره شوې‌.

په دغو سياليو کې د افغان مبارز، افغان زمريان، شهيد همايون او د ځوانانو کامې کلپونو ورزشکارانو گډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو تر منځ يووالی او هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په کې ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS