ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ITF تکواندو کلب پرانيستل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۹:۴۶
ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ITF تکواندو کلب پرانيستل شو

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري په بټي کوټ ولسوالۍ کې د استاد احمد شاه تر څارنې لاندې د شاوخوا (۲۰۰٫۰۰۰ ) دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د ITF تکواندو کلب پرانيستل شو.

د ياد کلب د پرانيستلو په مراسمو کې د ورزشکارانو له لوري د نمايشاتو ترڅنگ، اووه تنو ورزشکارانو ته تور، شپږ تنو ته سره او اووه تنو ورزشکارانو ته ژېړ کمربندونه هم وتړل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا په راتگ سره په ياد ولايت کې په وروستیو مياشتو کې دې ته ورته نور کلبونه هم پرانيستل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS