ننگرهار؛ بټي کوټ شاهين لوبډلې د مومندرې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۶:۳۳
ننگرهار؛ بټي کوټ شاهين لوبډلې د مومندرې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همکارۍ د مومندرې ولسوالۍ په چمن لوبغالي کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو هڅولو او يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د بټي کوټ شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د‌ يادو سياليو پايلوبه د بټي کوټ شاهين او شينوارو علي کېنگ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بټي کوټ شاهين لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف کېښود، په مقابل کې شينوارو علي کېنگ لوبډلې يواځې ۱۵۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۷ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS