ننګرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۱۵
ننګرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له شپږو کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ملکزاده کلب لومړی، عرب قریشي دویم او الفأ کلب بیادرېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

د سیالیو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

کندز ؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۳
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د فوټبال ورزشي سټډیوم بیا رغول بشپړ او پرانیسته یې ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د فوټبال مرکزي لوبغالی بیا ورغول شو او پرانیسته یې ترسره شوه.

د دغه لوبغالي د بیا رغونې چارې د ۵۵۰،۰۰۰. . .

BACK TO NEWS