ننګرهار کې د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۹
ننګرهار کې د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بډمنټون فدراسیون د استازولي له لوري او د اندونیزیا سفارت په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوري کې د ۲۵ تنو ورزش کارانو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړ، پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال، د بډمنټون ملي فدراسیون سرپرست ارشاد الحق صدیقي، د ننګرهار ولایت د بډمنټون استازي امین الله کوچي، ورزش کارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې د بډمنټون فدراسیون رئیس ارشاد الحق صدیقي خبرې وکړې او خوښي یې څرګنده کړه، چې له څو کالونو وروسته د دغه ورزش ټاکنیزې سیالۍ له کابل وروسته په ننګرهار ولایت کې ترسره شوې.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د بدني روزنې او ورزش ریاست او د بډمنټون ریاست رهبري هڅه کوي چې دغه ورزش چې په وروستیو څو کالونو کې له خلکو هېر شوی و، بیا را ژوندی کړي او په ټولو ولایتونو کې یې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کړو.

وروسته د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال خبرې وکړې او ننګرهار ته یې د بډمنټون فدراسیون د رهبري تګ ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې دا د ویاړ ځای دی چې په ننګرهار کې په لومړي ځل د بډمنټون سیالۍ ترسره کېږي او زیاته یې کړه چې دا د بډمنټون فدراسیون هڅې دي چې دا سیالۍ یې په سمه او بنسټیزه توګه ترسره کړې او په خوښي سره پای ته ورسېدې.

په پای کې د بډمنټون ټاکنیزې لوبډلې ته لس غوره لوبغاړي وټاکل شول او د یاد فدراسیون د رهبري پلاوي او د ننګرهار د ورزشي ریاست له لوري ورته ورزشي توکي ډالۍ شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS