ننګرهار کې د الفتح په نوم د والیبال سیالیو پایلوبه مساوي پای ته ورسېده خو کپ د کابل فرهاد شریفي لوبډلې ته ورکړل شو

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۸:۲۷
ننګرهار کې د الفتح په نوم د والیبال سیالیو پایلوبه مساوي پای ته ورسېده خو کپ د کابل فرهاد شریفي لوبډلې ته ورکړل شو

په ننګرهار که د والیبال دا سیالۍ د الفتح په نوم د ورزشکارانو یووالي او ولایاتو ترمنځ د همغږۍ په موخه په سراج العمارت بڼ کې پیل شوې وې.

د یاد سیالیو پایلوبې ته د «کابل فرهاد شریفې او قاري یاسر» لوبډلو لار ومونده چې له معلومو دوه میدانونو یو میدان قاري یاسر او یو میدان کابل فرهاد شریفي لوبډلې په خپل نوم کړ چې دې سره د دواړو لوبډلو د ۱-۱ میدانونو په ګټلو پایلوبه مساوي پای ته ورسېده.

خود قاري یاسر والیبال لوبډله چې کوربنه وه نو په همدې اساس لومړی غټ کپ کابل فرهاد شریفي لوبډلې ته او دویم کپ قاري محمد یاسر او دریم کپ دره نور لوبډلې ته ورکړل شول.

دا سیالۍ د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست او والیبال فدراسیون په همغږۍ د ملي ام-نیت اداري معاون قاري یاسر په مالي لګښت د ننګرهار په کوربتوب نه ولایتونو « مزارشریف، خوست، لوګر، میدان وردګ، کابل، کونړ، لغمان، او کاپیسا» ۲۸ والیبال لوبډلو په ګډون پیل شوې و.

یادو سیالیو پایلوبه کې د بدني روزنې او ورزش ریس عبدالسلام وزیروال، ملي ام.نیت اداري معاون قاري یاسر، د والیبال فدراسیون استازی ډاکټر منیر، مومندرې ولسوال قاري ساجد، قاري بدرالدین، د یو شمیر فدراسیونونو مشرانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

د پای په مراسمو کې ګټوونکو لوبډلو ته کپونه، غوره لوبغاړو ته مډالونه او د ملي ام.نیت معاون قاري یاسر، مومندرې ولسوال قاري ساجد او د والیبال فدراسیون مشر ډاکټر منیر ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۲:۱۶
Background image

خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز زېړۍ ترخې ميدان کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ د بريال چينې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۷:۲۴
Background image

هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د لښکرگاه ښار په تور ټانگ مرکزي لوبغالي کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ظريفي لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۷:۲۰
Background image

غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د دیسي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په ګیرو ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پيل شوې وې د دیسي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS