ننګرهار: په سره رود ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ د خليل کلب لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۴:۳۷
ننګرهار: په سره رود ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ د خليل کلب لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد

د واليبال دغه ټورنمنټ، چې څه موده وړاندې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې پيل شوى و د خليل کلب لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېد.

د دې ټورنمنټ پايلوبې ته خليل کلب او سره رود لوبډلو لار وموندله، چې د خليل کلب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته له ٣-٠ ماتې ورکړه.

د غه ټورنمنټ د ورزش د پرمختګ او د ځوان نسل د سالمې روزنې په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS