ننګرهار ؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسيدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۷:۰
ننګرهار ؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسيدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ننګرهار، لغمان او د کنړ ولايتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د شګې مرکزي لوبډلې خپلې سيالې ملکانو لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

يادې سيالۍ د نظام د ملاتړ او يووالي په موخه ترسره شوې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS