ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولاین په کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې قلعه جات سوپر کینګ لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې سعادت ینګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
