ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سورچ مرکي لوبډلې له خپل ۹۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۸ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ښېوې مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
